د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت لخوا د شهيد اوونۍ نمانځنه وشوه

content_admin
Thu, Sep 10 2020 10:54 AM
zxzx

د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت لخوا د شهيد اوونۍ نمانځنه وشوه

د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيدانو روحونو د ښاد ساتلو او ثواب په نيت د قرآنکريم د ختم مراسمو ترڅنګ د شهيد اوونۍ ونمانځله.

د شهيدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې سيمه ييزو دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، ديني عالمانو، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ګډون کړی و.

د مراسمو په پيل کې د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت محترم وزير لعل الدين آريوبي د تسليت پيغام ولوستل شو.

د ښاغلي وزير صيب پيغام کې د شهيدانو د سرښندنو، قربانيو او وياړونو يادونه شوې وه او د شهيدانو د پاکو وينو پر مټ د ګټلي عزت، خپلواکۍ، عرضي تماميت او د هېواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع په وياړ د هغوی له قربانيو د درناوی ترڅنګ د يادو وياړونو د ساتنې غوښتنه هم شوې وه.

د ښاغلي آريوبي صيب په پيغام کې ولايتي آمرينو ته لارښوونه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د يوازيني مسول ادرس په توګه، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د غوره ژوند اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسیب الله ستانکزي هم د شهيدانو په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او له نوي نسل نه يې د هغوی د لاسته راوړنو او وياړونو د ساتنې غوښتنه وکړه.

د غونډې نورو ويناوالو هم د شهيدانو سرښندنو ته د درناوي او احترام ترڅنګ، له مسولو چارواکو د شهيدانو له ورثينو سره د مرستو او لاسنيوي غوښتنه وکړه او ناسته د شهيدانو روحونو د ښاد او ارام ساتلو په موخه د دوعا په پار د لاسونو په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS