معلولیت لرونکو ښځو او د شهیدانو مېرمنو ته به پاملرنه زیاته شي

content_admin
Wed, Sep 02 2020 8:33 AM
mmd

معلولیت لرونکو ښځو او د شهیدانو مېرمنو ته به پاملرنه زیاته شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام مرستیالې صبري اندړ د ښځو چارو وزیرې حسینې صافۍ سره وکتل او د معلولیت لرونکو ښځو او د شهیدانو د مېرمنو پر ستونزو یې بحث وکړ.
آغلې صبري اندړ د معلولیت لرونکو ښځو د درې سلنه ګمارنې، فزیکي لاسرسي او اسانتیاوو برابرولو او د ښځو چارو وزارت په لنډمهالو او اوږدمهالو پلانونو او ستراتیژیو کې دوی ته په پاملرنه تاکید وکړ. نوموړې زیاته کړه، چې معلولیت لرونکې ښځې او د شهیدانو مېرمنې ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې باید په مشترکه توګه ورته رسیدګي وشي.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې صافۍ وویل، چې د خپلو تېرو ماموریتونو پر مهال یې هم دغو ښځو ته پاملرنه او رسېدنه کړې ده اوس هم ژمنه کوي، چې په هره برنامه او پلان کې به د یادو مېرمنو د حقوقو د دفاع او تحقق لپاره کار وکړي. آغلې صافۍ په مشترک کار او هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS