د هلمند ولایت معلولیت لرونکو وګړو پر ستونزو بحث وشو

content_admin
Wed, Jul 08 2020 9:47 AM
mmd

د هلمند ولایت معلولیت لرونکو وګړو پر ستونزو بحث وشو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازو محمد کریم اتل، نسیمې نیازۍ او یو شمېر معلولیت لرونکو وګړو سره وکتل او د دوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

د هلمند ولایت معلولیت لرونکو وګړو د خپلو حقوقو، په دې ولایت کې د اسایشګاوو جوړولو او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې وویل، چې د ځیني معلولین له حقوقو اخیستو پاتي باید پاملرنه ورته وشي.

ښاغلي آریوبي په ولسي جرګه کې د یاد ولایت استازو او معلولینو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه، ځینو ولایتونو کې د اسایشګاوو جوړوېدو په طرحه کار شوی او اړوندو ادارو سره یې د تطبیق په اړه کار کوي. ښاغلي آریوبي د حقوقو د ځنډ په اړه څرګنده کړه، چې د ځینو معلولینو په اسنادو کې ښایي ستونزه وي او یا یې هم د عزیزي بانک نوی کارت نه وي اخیستی. ټولو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عزیزي بانک نوي کارتونه ترلاسه کړي، تر څو یې حقوق پر وخت بانکي حسابونو ته ورسېږي.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازو مننه وکړه، چې د موکیلینو ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS