د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو باندي زرنج نقلیه وسایط ووېشل.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د خیریه مؤسسې له مرستو قدرداني وکړه، یتیمانو او معلولینو لپاره یې د لا زياتو مرستو د چمتو کولو ډاډ ورکړ.
