په پکتیکا ولايت کې اووه سوه (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ژمني توکي ترلاسه کړل
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په هڅو او همغږۍ یوې خیریه مؤسسې په دې ولايت کې پر (۷۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه د مرستو په پار مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دې اړمن قشر ته د مرستو په چمتو کولو کې لومړيتوب ورکړل شي