په لوګر ولايت کې (۲۰۰) تنومستحقو یتیمانو سره مرسته ترسره شوه

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې وویشلې. په دې مرستو کې هر مستحق یتیم ته د (۱۸۰۰) افغانېو نغدي مرستې ترڅنګ جامې او بوټان هم ورکړل شول.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوی صاحب نیازمحمد ،هجرت،او د شهيدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي محمدرفیق هاشمی او د یادې مؤسسې مسؤلينو ګډون درلود.
د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې ترسره کوي.