د کاري رژیم د تنظیم، حقوقو ورکړې پر څرنګوالي او د اسنادو د څېړنې د کمېسیونونو په چارو بحث وشو

content_admin
Sat, May 30 2020 8:59 AM
ds

د کاري رژیم د تنظیم، حقوقو ورکړې پر څرنګوالي او د اسنادو د څېړنې د کمېسیونونو په چارو بحث وشو

نن شنبه د ( جوزا میاشتې ۳)، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبري پلاوي غونډه د دولت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په مشرۍ د واحدې دریڅې (One Stop Shop) کاري هال کې ترسره شوه، چې د وزارت مرستیالانو، رییسانو او مشاورینو پکې ګډون درلود.

ښاغلي آریوبي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د تېر په څېر د خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ وویل: دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله کاري رژیم د ټولو دولتي ادارو فعالیتونه ټکني کړي وو، له دې وروسته دې د کابینې د پرېکړې سره سم دوه کاري وختونه (۸:۰۰-۰۱:۰۰ او ۰۱:۰۰ تر ۰۵:۰۰) ترتیب او کارکوونکي دې د مهالوېش سره سم مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کړي تر څو د هر ډول کاري خنډ او ځنډ مخنیوی وشي.

د شهیدانو چارو او معلولینو چارو ریاستونو په ۱۳۹۹ کال کې ملکي او نظامي شهیدانو او معلولینو ته د حقوقو ورکړې په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل وویل، چې تر اوسه د مرکز او ولایتونو په کچه کابو درې نیم میلیارده افغانۍ لګول شوي او ډېری نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو خپل حقوق ترلاسه کړي دي او دا پروسه لا هم روانه ده.

ښاغلي آریوبي د یادو ریاستونو مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د حقوقو د ورکړې پروسه دې نوره هم چټکه کړي، ځکه د قرنطین له کبله معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو وارثین اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. د دې تر څنګ یې د مرکز او ولایتونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د ورثې د اسنادو د څېړنې او ارزونې د کمېسیونونو د کارونو پر څرنګوالي هم خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه، چې د مرکز او ولایتونو په کچه دې یاد کمېسیونونه خپلې چارې چټکې کړي، تر څو غیر مستحق کسان له سیستمه بهر او مستحق خلک ژر تر ژره له حقوقو برخمن شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS