د شهیدانو او معلولینو چارو د ولایتي آمرینو د وړتیا لوړونې او همغږۍ ورکشاپ پیل شو

content_admin
Tue, Feb 11 2020 3:13 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو د ولایتي آمرینو د وړتیا لوړونې او همغږۍ ورکشاپ پیل شو

نن سه شنبه (د سلواغې میاشتې ۲۲ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو ۳۳ ولایتي آمرینو ته د وړتیا لوړونې او همغږۍ دوه ورځنی جوړ شوی ورکشاپ د وزارت د تخنیکې مرستیالې جمیلې نورستانۍ په وینا پیل شو.

آغلې جمیلې نورستانۍ د شهیدانو او معلولینو چارو ټولو ولایتي آمرینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد ورکشاپ پر څرنګوالي او ارزښت خبرې وکړې وویل، چې د وزارت او ولایتونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کېدو په موخه د ورکشاپ د جوړولو ډېره اړتیا لیدل کېده، ځکه ډېری آمرین نوي ګمارل شوي او د وزارت رهبرۍ سره ناسته یې ضروري وه.

آغلې نورستانۍ په تېر یوه کال کې د آمرینو کارونه او فعالیتونه ارزښتناک وګڼل زیاته یې کړه، چې وزارت د یوې نوې رامنځته شوې ادارې په توګه ګڼو ستونزو سره مخ و، خو د ټولو ژمنتیا، مشترک کار او هلې ځلې وې، چې پر ستونزو برلاسي شوو.

آغلې نورستانۍ د ۱۳۹۸ل کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په ۱۳۹۹ل کال کې باید روڼتیا، د خدمتونو او اسانتیاوو چټکتیا او معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د مناسبو فرصتونو پر رامنځته کولو تمرکز زیات شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي او د اړوندو برخو رییسان به ولایتي آمرینو ته د کړنلارو، پالیسو او مېکانېزمونو په اړه پرزنټېشنونه وړاندې کړي او په پای کې به ګروپي کار هم ترسره شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS