په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.
د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز د خیریه مؤسسې له ترسره شویو مرستو یې مننه وکړه او د ټولنې د دې قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
