د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ارتقاء خیریه بنسټ ترمنځ د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Wed, Feb 11 2026 8:46 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژوند لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ارتقاء خیریه بنسټ سره د (۲) میلیونه او (۲۰۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په کابل ولایت کې (۵) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ارتقاء خیریه بنسټ رئيس محترم احمد مدرس شېرزاد ترمنځ لاسلیک شو چې د یوې میاشتې په موده کې به د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یاد خیریه بنسټ له مرستو  قدرداني وکړه او د ارتقاء خیریه بنسټ له رئیس یې وغوښتل چې د نورو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ورته مرستې برابرې کړي څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته هم رسیدګي وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS