د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ارتقاء خیریه بنسټ ترمنځ د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژوند لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ارتقاء خیریه بنسټ سره د (۲) میلیونه او (۲۰۰) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په کابل ولایت کې (۵) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ارتقاء خیریه بنسټ رئيس محترم احمد مدرس شېرزاد ترمنځ لاسلیک شو چې د یوې میاشتې په موده کې به د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.
محترم مولوي ثناء الله فرقاني د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یاد خیریه بنسټ له مرستو قدرداني وکړه او د ارتقاء خیریه بنسټ له رئیس یې وغوښتل چې د نورو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ورته مرستې برابرې کړي څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته هم رسیدګي وشي.
