(۱۲۲) تنه یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
Sat, Feb 07 2026 12:15 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز پنځه میاشتې وړاندې د (۱۲۲) تنو یتیمانو، معلولینو او د معلوليت لرونکو وګړو اولادونو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرام په لاره اچولی وو.

په دې موده کې په بېلابېلو برخو لکه د کمپیوټر ترمیم، موبایل، برېښنایي وسایلو، موټرسایکلونو، یخچالونو، ایرکنډیشن، سولر، امنیتي کمرو ترمیم او د خیاطۍ حرفې کې زده کړې ورکړل شوې چې فارغ شویو کسانو ته نن د یوې غونډې په ترڅ کې تصدیق پاڼې ووېشل شوې. 

د زده کوونکو د‌ فراغت غونډې په مراسمو کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د (HHRD) نړيوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل، د یاد مرکز آمرينو او کارکوونکو شتون درلود.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان په دې‌ مراسمو کې د فني او حرفوي زده کړو پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او زياته یې کړه: دا د وياړ ځای دی چې نن د (۱۲۲) تنو یتیمانو، معلولینو او د معلولينو د اولادونو د فراغت په مراسمو کې حضور لرو هغو کسانو چې د پنځو میاشتو په جریان کې په مختلفو فني او مسلکي برخو کې زده کړې ترلاسه کړې دي او د دې زده کړل شویو مهارتونو کارول نه یوازې د کورنیو اقتصادي خپلواکي تضمینوي، بلکې د هېواد په پرمختګ او انکشاف کې هم مهم رول لري.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان فارغ شویو زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ترلاسه شویو فرصتونو قدر وکړي، خپل مهارتونو ته وده ورکړي او هغه ته په درناوي وګوري.

همداراز د مالي او اداري چارو عمومي رئیس یادونه وکړه چې دا پروګرام د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په بشپړۍ همغږۍ سره عملي شوی دی، او باید د دې منابعو قدر وشي.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کسب او کمال د درلودو  پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: کسب او کمال انسان ته عزت، جرئت او وقار ورکوي، ځکه له یوې خوا انسان د نورو له محتاجۍ خلاصوي او له بلې خوا کاسب د خپل کسب له لارې حلال رزق ترلاسه کوي او د خپل هېواد او خلکو لپاره ګټور ثابتېږي چې دا کار د ټولنې او هېواد د پرمختګ او ترقۍ سبب هم ګرځي.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي له فارغ شويو کسانو وغوښتل چې خپل مهارتونه د ټولنې نورو وګړو ته هم زده کړي، تر څو د ټولنې نور خلک هم له دې مهارتونو څخه ګټه واخلي.

د کارکوونکو چارو رئیس همداراز وویل چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز هڅه کړې چې د ټولنې دغه اړمن قشر اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسوي او د اسلام مبارک دین زده کړې هم موږ ته دا درس راکوي چې د ټولنې د هر وګړي حقوقو ته پام وکړو او له اړمنو سره همکاري او تعاون ولرو.

د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او د نبوي صلی الله علیه و سلم د مبارکو احادیثو پر استناد د حلال رزق ګټلو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: " پورته لاس تر ټیټ لاس څخه غوره دی" یعنې هغه کسان چې د نورو خیر غوښتونکي او ملاتړ کوونکي وي، د هغو کسانو په پرتله ارزښتمن دي چې یوازې مرستې ترلاسه کوي.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل چې هر کاسب چې په صداقت او هڅې سره حلال رزق ترلاسه کوي، د الله جل جلاله دوست دی او ټینګار یې وکړ هغه امکانات او فرصتونه چې نن ورځ د ټولو لپاره برابر دي، باید په سمه توګه وکارول شي ځکه چې د حلال رزق ترلاسه کول او د خلکو خدمت نه یوازې د دنیوي نېکمرغۍ سبب ګرځي، بلکې د الهي رضا سبب هم کېږي.

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتی فیصل خاموش په خپلو خبرو کې د ژوند په مختلفو چارو کې د متقابلې همکارۍ او تعاون اهمیت ته اشاره وکړه، د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د دوامداره ملاتړ څخه یې قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د یتیمانو او معلولینو لاسنیوی او د هغوی پالنه یوازې دولت نشي ترسره کولای بلکې د ټولنې نور وګړي هم باید په دې برخه کې خپله دنده اداء کړي.

په دې مراسمو کې د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل د خیریه مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، یتیمان او معلولین یې وهڅول چې له خپلو زده کړل شویو مهارتونو څخه اعظمي ګټه واخلي او د دې مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو کورنیو لپاره حلال رزق وګټي.

د یادونې وړ ده چې د یادې برنامې فارغانو ته په اړوندې حرفې کې د کار د پیل کولو په موخه اړین وسایل هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS