(۱۲۲) تنه یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز پنځه میاشتې وړاندې د (۱۲۲) تنو یتیمانو، معلولینو او د معلوليت لرونکو وګړو اولادونو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرام په لاره اچولی وو.

په دې موده کې په بېلابېلو برخو لکه د کمپیوټر ترمیم، موبایل، برېښنایي وسایلو، موټرسایکلونو، یخچالونو، ایرکنډیشن، سولر، امنیتي کمرو ترمیم او د خیاطۍ حرفې کې زده کړې ورکړل شوې چې فارغ شویو کسانو ته نن د یوې غونډې په ترڅ کې تصدیق پاڼې ووېشل شوې. 

د زده کوونکو د‌ فراغت غونډې په مراسمو کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د (HHRD) نړيوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل، د یاد مرکز آمرينو او کارکوونکو شتون درلود.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان په دې‌ مراسمو کې د فني او حرفوي زده کړو پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او زياته یې کړه: دا د وياړ ځای دی چې نن د (۱۲۲) تنو یتیمانو، معلولینو او د معلولينو د اولادونو د فراغت په مراسمو کې حضور لرو هغو کسانو چې د پنځو میاشتو په جریان کې په مختلفو فني او مسلکي برخو کې زده کړې ترلاسه کړې دي او د دې زده کړل شویو مهارتونو کارول نه یوازې د کورنیو اقتصادي خپلواکي تضمینوي، بلکې د هېواد په پرمختګ او انکشاف کې هم مهم رول لري.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان فارغ شویو زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ترلاسه شویو فرصتونو قدر وکړي، خپل مهارتونو ته وده ورکړي او هغه ته په درناوي وګوري.

همداراز د مالي او اداري چارو عمومي رئیس یادونه وکړه چې دا پروګرام د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په بشپړۍ همغږۍ سره عملي شوی دی، او باید د دې منابعو قدر وشي.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کسب او کمال د درلودو  پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: کسب او کمال انسان ته عزت، جرئت او وقار ورکوي، ځکه له یوې خوا انسان د نورو له محتاجۍ خلاصوي او له بلې خوا کاسب د خپل کسب له لارې حلال رزق ترلاسه کوي او د خپل هېواد او خلکو لپاره ګټور ثابتېږي چې دا کار د ټولنې او هېواد د پرمختګ او ترقۍ سبب هم ګرځي.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي له فارغ شويو کسانو وغوښتل چې خپل مهارتونه د ټولنې نورو وګړو ته هم زده کړي، تر څو د ټولنې نور خلک هم له دې مهارتونو څخه ګټه واخلي.

د کارکوونکو چارو رئیس همداراز وویل چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز هڅه کړې چې د ټولنې دغه اړمن قشر اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسوي او د اسلام مبارک دین زده کړې هم موږ ته دا درس راکوي چې د ټولنې د هر وګړي حقوقو ته پام وکړو او له اړمنو سره همکاري او تعاون ولرو.

د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او د نبوي صلی الله علیه و سلم د مبارکو احادیثو پر استناد د حلال رزق ګټلو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: " پورته لاس تر ټیټ لاس څخه غوره دی" یعنې هغه کسان چې د نورو خیر غوښتونکي او ملاتړ کوونکي وي، د هغو کسانو په پرتله ارزښتمن دي چې یوازې مرستې ترلاسه کوي.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل چې هر کاسب چې په صداقت او هڅې سره حلال رزق ترلاسه کوي، د الله جل جلاله دوست دی او ټینګار یې وکړ هغه امکانات او فرصتونه چې نن ورځ د ټولو لپاره برابر دي، باید په سمه توګه وکارول شي ځکه چې د حلال رزق ترلاسه کول او د خلکو خدمت نه یوازې د دنیوي نېکمرغۍ سبب ګرځي، بلکې د الهي رضا سبب هم کېږي.

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتی فیصل خاموش په خپلو خبرو کې د ژوند په مختلفو چارو کې د متقابلې همکارۍ او تعاون اهمیت ته اشاره وکړه، د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د دوامداره ملاتړ څخه یې قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د یتیمانو او معلولینو لاسنیوی او د هغوی پالنه یوازې دولت نشي ترسره کولای بلکې د ټولنې نور وګړي هم باید په دې برخه کې خپله دنده اداء کړي.

په دې مراسمو کې د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل د خیریه مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، یتیمان او معلولین یې وهڅول چې له خپلو زده کړل شویو مهارتونو څخه اعظمي ګټه واخلي او د دې مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو کورنیو لپاره حلال رزق وګټي.

د یادونې وړ ده چې د یادې برنامې فارغانو ته په اړوندې حرفې کې د کار د پیل کولو په موخه اړین وسایل هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولايت یو شمېر ولسواليو ته سفر وکړ

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د ياد رياست اړوند مدیرانو یې ملتيا کوله، د رشيدان، ناهور، اجیرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته يې سفر وکړ.

م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۳
Background image

غور ولایت ته د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي غور ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی صفي الله وصال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۱
Background image

د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  د ياد ولايت برکې. . .

BACK TO NEWS