په لغمان ولايت کې پر (۱۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Sun, Jan 04 2026 9:29 AM

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (LRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي او د ژمنۍ توکو مرستې ووېشلې.

په يادو مرستو کې اوړه، غوري، وریجې او د ځینو نورو خوراکي توکو ترڅنګ ژمنۍ البسه هم شامل وه.

د مرستو د وېش پر مهال، د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو د يادې خیریه موسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ څرګنده کړه، چې دا ډول بشري مرستې د یتیم ماشومانو او اړمنو کورنیو د ستونزو په کمولو کې مهم او اغېزمن رول لري او ډاډ یې وکړ چې یاد رياست تل هڅه کړې، چې د مرستو د جلب او د شفاف ویش په برخه کې خپل مسؤلیت په ښه او باوري ډول اداء کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS