په بغلان ولايت کې (۴۰۰) مستحقو کورنيو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Nov 23 2025 9:47 AM
mmd

د ژمي موسم په رانږدې کیدو سره د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو (۴۰۰) کورنیو ته مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.

د مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي، څو هغوی وکولای شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په اسانه توګه پوره کړي.

په ورته وخت کې، هغو کسانو چې مرستې يې ترلاسه کړې وې، د  اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او همکارو ادارو څخه  مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دا لړۍ دوام ومومي او نورې اړمنې کورنۍ هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS