په بغلان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, Nov 01 2025 9:49 AM
mmd

د‌ بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یاد ولايت جهادي مشر او د لغمان ولايت والي محترم قاري بختیار معاذ په مالي ملاتړ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې کمپلې شاملې وې، په منظم ډول ووېشلې، همداراز هر مستحق سره د لارې کرايې لپاره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد او د یاد ولایت جهادي مشر محترم قاري بختیار معاذ استازي هم شتون درلود.

محترم ملا احسان الله عابد د قاري صاحب بختیار معاذ له کړيو مرستو  مننه او قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکې کې به د خيريه بنسټونو او مؤسسو له لارې په مستحقو کورنيو نورې مرستې هم وويشل شي تر څو د دغه اړمن قشر په سمه توګه لاسنيوی او د دوی ستونزو ته رسيدګي وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS