د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

asad_admin
Tue, Oct 21 2025 9:57 AM

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او همداراز هغوی ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت اړوند برکې ولسوالۍ ته سفر وکړ، نوموړي هلته د ولسوالۍ له ولسوال سره له نږدې وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د کلیو د ملکانو له لوري د ریاست کارکوونکو سره د کره او دقیقو معلوماتو د شریکولو او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، د برکې ولسوال هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د پېژندنې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړی.

نوموړي همداراز په یادې ولسوالۍ کې د‌ اړوند مدیریت له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، ورپسې د‌ یو شمېر شهيدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS