د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند، د خالي بستونو د ډکولو په موخه ازموینه واخیستل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري کار اهل کار ته د سپارلو او د شفافیت او وړتیا اصل په نظر کې نیولو سره، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دوو خالي بستونو د ډکولو په موخه ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې یو شمېر په شرايطو برابر متقاضیانو برخه اخيستې وه، د ازموینې پروسه په بشپړ شفافیت او په عادلانه ډول ترسره شوه او د لیاقت، وړتیا او مسلکي پوهې پر بنسټ د دوو بستونو لپاره غوره کسان وګمارل شول.
د ازموینې د اخیستلو په پروګرام کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د ازموینې د کمېټې غړو هم حضور درلود.