د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو له زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
Wed, Aug 20 2025 12:10 PM
mmd

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو له (۱۰۲) تنو زده کوونکو څخه له پنځه میاشتنېو زده کړو وروسته په عملي بڼه ازموینه واخیستل شوه.

د یادې ازموینې د اخیستلو پر مهال د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د بېلابېلو څانګو آمرینو او د اړوند ریاست کارکوونکو هم شتون درلود.

په یاد مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو، زده‌کوونکو ته د پنځو میاشتو په موده کې په شپږو (۶) بېلابېلو برخو کې لکه د کمپیوټر، موبایل، برېښنایي وسایلو، موټرسایکلونو، ایرکنډیشنونو ترمیم او خیاطۍ حرفې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د دې پروګرامونو اصلي موخه دا ده چې یتیمان او معلولین وکولای شي د ترلاسه شوو مهارتونو په ګټه اخیستنې سره خپل کسب او کار پیل کړي او له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

د فراغت پر مهال یادو زده کوونکو ته د خپل مسلک اړوند وسایل او تجهیزات هم ورکول کېږي څو وکولای شي ژر تر ژره د کار بازار ته داخل شي، په خپل مسلک کې بوخت او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي وګټي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS