د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او خپل کار یې پیل کړ

asad_admin
Thu, Jun 26 2025 9:54 AM
mmd

د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي نیازمحمد هجرت د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي عبدالاحد سعد په یاد ریاست کې د نوي آمر په توګه، د وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته رسماً معرفي شول او خپلې دندې یې پیل کړې.

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د پروان ولايت د کارکوونکو چارو آمر محترم مولوي عنایت الله او د یاد ریاست ټولو کارکوونکو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي نیازمحمد هجرت له دې وړاندې د لوګر ولایت او محترم مولوي عبدالاحد سعد د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د رئیسانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS