د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او رسماً خپل کار یې پیل کړ

asad_admin
Mon, Jun 16 2025 9:44 AM
mmd

محترم محمد صابر ځواک د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، د دې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د نوي رئیس په توګه اړوند کارکوونکو ته په رسمي ډول معرفي او خپلې چارې پيل کړې.

د معرفي په پروګرام کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د پلان او بهرنیو اړیکو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس، د اداري خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فیض الله جواد، همداراز یو شمېر آمرینو، راغلو مېلمنو او د یاد ریاست اړوند کارکوونکو حضور درلود.

د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په خپلو خبرو کې د څارنې او ارزونې ریاست رول یې د هرې ادارې د موخو د تحقق لپاره مهم او کلیدي وباله، د محترم مولوي نورالحق حقاني له هڅو او خدمتونو څخه، چې تر دې وړاندې یې د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، مننه او قدرداني وکړه.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي پر یو شمېر مهمو اداري موضوعاتو باندې هم خبرې وکړې، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د اداري سلسلې مراتبو مراعاتول، د موجوده منابعو څخه غوره ګټه اخیستنه، د پلان او د دندو لایحو پر اساس د سپارل شویو مسؤلیتونو ترسره کول یې د ادارو د بریا او پرمختګ بنسټیز اصول وګڼل.

په دې پروګرام کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت د محترم محمد صابر ځواک هغه ارزښتناکې کړنې او فعالیتونه وستایل، چې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د رئیس په توګه یې ترسره کړي وو. نوموړي یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د مؤثرو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوامداره څارنې او ارزونې بهیر خورا مهم وباله، نوي رئیس ته یې په ورسپارل شوو دندو کې د بریا او د لا ډېر خدمت کولو هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم محمد صابر ځواک له دې وړاندې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په توګه دنده ترسره کوله، او د خپلې دندې پر مهال یې د بشپړې ژمنتیا، اخلاص او صداقت سره د دې ولایت اړمنو قشرونو، په ځانګړي ډول یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته ارزښتناک او دوامداره خدمتونه وړاندې کړي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS