په تخار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او ځینې توکي ترلاسه کړل.
د مرستو د وېش پر مهال د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر او د مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.