د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه سمون او کاري بهیر د ښه والي په موخه د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل رحماني په مشرۍ ترسره شوه چې په هغه کې ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد اسماعیل رحماني د یاد ریاست د کارکوونکو له کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت خدمت کول باید د اخلاص په نیت او د خدای تعالی جل جلاله د بشپړ اطاعت سره سم ترسره شي او د میلیونونو شهیدانو آرمانونه باید هېڅکله هم هېر نه شي.
همداراز په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د پالیسۍ او اصولو د ښې پلي کېدو، د شهیدانو کورنيو او معلولینو ته د پر وخت خدمتونو وړاندې کولو، له مراجعینو سره د ښه چلند، له نورو برخو سره د پوره همغږۍ په رامنځته کولو او د کاري پلانونو د ترتیب په اړه هم خبرې وشوې.