د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Apr 07 2025 10:22 AM
mmd

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد  په مشرۍ په یاد ریاست کې د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اداري غونډه جوړه شوه، په یادې غونډه کې د اړوند کارکوونکو ترڅنګ د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري عبدالحکیم نافذ هم شتون درلود.

په دې غونډه کې محترم ملا احسان الله عابد  د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ریاست په موخو، پلانونو، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د منظور شوې طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت بهیر او همداراز هغوی ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په هکله خبرې وکړې.

هغه همداراز د یاد ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې یو الهي امانت وګڼي او له هر ډول غفلت او بې پروايي څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

په دې غونډه کې ګډونوالو هم خپل نظريات او غوښتنې شریکې کړې.

د یادونې‌ وړ ده چې د غونډې ګډونوالو ته د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه یو ورځنی سیمینار هم وړاندې شو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS