محترم شیخ عبدالحکیم حقاني د ننګرهار ولایت په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې د شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

asad_admin
Sat, Apr 05 2025 12:49 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستيال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس یې ملتیا کوله، ننګرهار ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره یې د شېرزاد او خوګياڼو ولسواليو په ګندمک، میمله او نورو سیمو کې له نږدې وليدل، د شهيدانو پاک روح ته یې دعا وکړه، د هغوی کورنیو سره یې د خواخوږۍ او همدردي ترڅنګ، یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم شیخ صاحب همداراز د نومیالیو جهادي شخصیتونو د کورنیو احوال هم له نږدې واخیست، په ځانګړي ډول د ملک جیفور (تقبله‌الله)، مولوي صاحب غریب‌ الله، مولوي صاحب محمد اسماعیل، مولوي صاحب حضرت محمد مسافر او مولوي صاحب خان محمد (تقبلهم‌ الله) کورنیو ته یې د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل، او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ عبدالحکیم حقاني تر دې وړاندې د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ ته هم سفر کړی و، هلته یې د شهیدانو له کورنیو او معلولینو سره له نږدې لیدنه کړې وه، د هغوی حال یې پوښتلی و او هغوی باندې یې ورته نغدي مرستې هم وېشلې وې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS