خبرتیا!

asad_admin
Wed, Mar 05 2025 10:07 AM
mmd

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز په پام کې لري چې په راتلونکي ۱۴۰۴ ه ل کال کې  یتیمانو، معلولینو او همداراز د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو ته، چې عمرونه یې د ۱۶ او ۴۰ کلونو تر منځ وي، په اووه بېلابېلو برخو کې (موبايل، موټر، موټر سایکل، جنراټور، د کورني برقي وسايلو، يخچال، کمپيوټر او د آيرکنډېشن ترمیم، همداراز د خیاطۍ حرفې ) د فني او حرفوي زده کړو پنځه میاشتني روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي چې د نوملیکنې په موخه د ۱۴۴۶/۰۹/۰۴ نېټې څخه تر ۱۴۴۶/۰۹/۲۸  ه .ق نېټې پورې ولایتي او مرکزي ریاستونو ته مراجعه وکړي.

امتیازات:

په هره میاشت کې د لارې کرایې ترڅنګ د خوراکي توکو کڅوړۍ او د یادو پروګرامونو له بشپړولو سره سم فارغ شویو کسانو ته د اړوندې حرفې وسایل او ابزار هم ورکول کیږي.

همداراز د هغو زده کوونکو کورونه چې په ولایتونو کې وي، د هغوی لپاره مجهزه لیلیه هم شتون لري.

پته: د قلعه نجارا څلور لارې- د عامې روغتیا مرکزي ورکشاپ ترڅنګ- د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز – کابل

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۴۰۳۴۰۳/۰۷۰۰۰۰۴۹۵۱

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS