په زابل ولايت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, Jan 25 2025 9:42 AM
mmd

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د دې ولايت مرکز په قلات ښار کې پر (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنې البسه او خوراکي توکي ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د ولايت مقام وياند محترم مولوي صدیق الله وثیق او د قمر خیریه بنسټ مسؤلینو شتون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د قمر خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ د نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

 په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو د هڅو څخه مننه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS