د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست تخنیکي پلاوي په تخار ولایت کې د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه ترسره کړه

asad_admin
Sat, Jan 11 2025 1:16 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست اړوند د ام، آی، اس آمر محترم انجنیر الله محمد دوست په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي چې محترم شکرالله اوریا، محترم بختیار ایوبي او محترم اجمل اندړ یې ملتیا کوله، دا ځل یې د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست اړوند الکټرونیکي سیسټم د پر مخ وړلو پر وړاندې شته نیمګړتیاوې په نښه کړې او د رسیدګي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز محترم انجنیر الله محمد دوست هم په سیسټم کې د ثبت او راجستر  پر مهال د سرعت ترڅنګ دقت کولو ته په پاملرنې هم ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د تخنيکي ټيم د څارنې او ارزونې د پروسې څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د یاد ټیم له خوا به ترسره شويو اصلاحاتو او سپارښتنو ته به پوره پاملرنه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS