دشهيدانو او معلولينو چارو وزارت یوه پلاوي په تخار ولايت کې د فدايانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
Wed, Dec 25 2024 1:50 PM
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امين دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد او د خاصو شهیدانو آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهدالله میاخیل یې ملتیا کوله، په تخار ولايت کې یې د ځینو فدايانو کورنېو سره له نږدې وکتل، ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او هغوی سره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.

همداراز د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د تخار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست کارکوونکو سره هم غونډه ترسره کړه او هغو ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شريعت مطابق برابر کړي او دعوت او ارشاد ریاست د موخو په هکله یې هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

د يادونې وړ ده چې د فدايانو له هرې کورنې سره (۱۵۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS