د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د استخدام نوی آمر کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پېل وکړ

asad_admin
Mon, Nov 18 2024 9:42 AM
mmd

 د معرفي په دې غونډه کې د دې وزارت د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي او د بشري سرچینو ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

محترم مولوي عبدالصمد حماد د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او هدایت پر اساس د استخدام د نوي آمر په توګه د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي لخوا کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي په دې معرفي غونډه کې د بشري سرچینو ریاست په تشکیلاتي جوړښت، د دندو او مسؤلیتونو په هکله یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ورسپارل شويو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې یې ژمنتیا، پوره اخلاص او ایماندارۍ مهمه وبلله او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم په هېواد کې یې د اسلامي نظام په ښېګڼو خبرې وکړې او هغه یې د افغانانو لپاره د لوی خدای جل جلاله یو ستر نعمت وباله او زیاته یې کړه: د اسلامي نظام د پر مختګ او بقا لپاره په اخلاص او په ګډه کار کول د دې هېواد د هر وګړي مسؤلیت دی.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS