د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د حمایوي صندوق راټولې شوې پیسې د بغلان ولایت ورستېو سیلاب ځپلو هېوادوالو ته ورکړل شوې

nasrat_admin
Sat, May 18 2024 10:00 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري او کارکوونکو د مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د مرستې په موخه یو ځانګړې حمایوي صندوق جوړ کړی دی چې هره میاشت له خپلو تنخواوو څخه یوه اندازه پیسې په خپله خوښه یاد حمایوي صندوق ته ورکوي.

د دې وزارت د رهبري د پریکړې سره سم د یاد صندوق راټولي شوې پیسې د بغلان ولایت د ورستېو سیلابونو له امله زیانمن شویو هېوادوالو ته د دې وزارت د یوه باصلاحیته پلاوي له خوا چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چار مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي بغلان ولایت کې ووېشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې او وویل: الحمدلله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او د دې هېواد وګړي د اخوت او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي. هغه همداراز وویل مسلمانان په خپلو کې سره وروڼه دي او باید په سختو شراېطو کې د یو بل لاسنېوی وکړي او هغوی سره لازمې مرستې ترسره کړي.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د وزارت له کارکوونکو څخه چې له دې صندوق سره یې مالي مرستې ترسره کړې خوښي څرګنده کړه او په دنیا او آخرت کې یې د دوی لپاره د سعادت او نیکمرغۍ دعا وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS