د شهيدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجيد آخند د مدینه جامعة الاسلامیه دارالعلوم او د عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه دارالایتام د نوي تعليمي کال په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

nasrat_admin
Mon, May 06 2024 10:09 AM
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ په کټه خېلو سیمه کې جوړه شوې وه، په هغه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهيدانو او معلولینو چارو مرستيال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د دې وزارت یو شمېر رئیسانو، آمرینو، علماؤ او مخورو ګډون کړی وو.

د مدرسې د نوي تعليمي کال په پرانیست غونډه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دیني مراکزو او مدرسو د اهميت او ارزښت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه:

د دې مدرسې جوړول زموږ او ستاسو لپاره د سعادت او نېکمرغۍ نښه ده که چيرته د یو کلي یا سیمې مدرسه او جومات آباد او ښېرازه وي، نو یقیناً هغه کلی هم آباد او ښېرازه دی.

محترم شېخ صاحب په دې غونډه کې وويل: د دین په کار کې ډیر استقامت ته ضرورت دی او باید د اقتصادي ستونزو او د هر ډول ستړیاوو په وړاندې له پوره زغم او صبر څخه کار واخيستل شي، او دا هغه څه دي چې د دنیوي او اخروي برياليتوبونو سبب ګرځي.

د شهيدانو او معلولینو چارو مرستیال همداراز د مدرسې له مسؤلینو وغوښتل تر څو خلکو سره له پوره احسان او نيکو اخلاقو څخه کار واخلي او په ورته وخت کې يې پر ځايي اوسېدونکو هم غږ وکړ تر څو لاسونه سره یو کړي او د دې مدرسې په آبادۍ کې پوره ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئيس محترم قاري محمد امین درویش هم د یادې مدرسې په هکله معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په یادې مدرسې کې به د زده کوونکو عقیدتي، عملي او اخلاقي اړخونو ته پوره پاملرنه کيږي.

همداراز په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د اسلام په سپيڅلي دين کې د مدرسې د ارزښت او لوړ مقام په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل: مدرسه د اسلام په مقدس دین کې ځانګړې اهمیت لري او هغه خلک چې جوماتونه جوړوي د هغوی لپاره خدای جل جلاله په جنت کې یوه خونه ځانګړې کوي او د جوماتونو لپاره د اړتیا وړ توکو چمتو کول صدقه جاریه ده.

د يادونې وړ ده چې په یاد دارالعلوم او دارالایتام کې اوس مهال (۴۰۰) تنه زده کوونکو ته د ديني علومو زده کړې ورکول کېږي او (۴۰) تنو ته یې د استوګنې لپاره د لیلیې امکانات هم چمتو شوې دي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS