د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ریاستونو د یو کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو د وړاندې کولو په موخه غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Thu, Mar 28 2024 1:20 PM
mmd

یاده غونډه چې د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، په هغه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د تدارکاتو آمر محترم قاري عبدالباسط   او د دې وزارت د بودیجې آمر محترم محمد ادریس ګډون درلود.

په دې غونډه کې د اړوندو څانګو رئیسانو او آمرینو د یادو څانګو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په تفصیل سره خپل یو کلن راپور وړاندې کړ او د کاري بهیر د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه او د حل لارې چارې یې هم د عمومي ریاست سره شریکې کړې.

په دې غونډه کې د وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ریاست له لوري د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو، د وزارت تشکیلاتو جوړښت، استخدام پروسې، د دندو د لایحو ترتیب، د کمپیوټر لب جوړولو، د کارکوونکو د سوانحو ترتیبولو، په (HRMIS) سیستم کې د کارکوونکو د اسنادو ثبت کولو، د مجاهدینو د جهادي خدمتونو د فورمو ترتیبولو او د نورو ترسره شویو فعالیتونو په اړه یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په دې غونډه کې د اداري خدمتونو رئيس محترم مولوي سردار محمد حبيب د دې وزارت په انګړ کې د یو محراب مسجد د جوړولو، د وسايطو د اسنادو ثبتولو د بهير، په ولايتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو ته د ودانېو سپارلو او يو شمېر نورو خدماتي او اداري فعاليتونو يادونه وکړه.

ورپسې د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د کره او دقیقو  معلوماتو د رسولو په موخه د دې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل.

دغه راز په دې غونډه کې د تدارکاتو او بودیجې آمرینو هم د خپلو اړوندو څانګو د دندو او فعالیتونو یو کلن راپور غونډې ته وړاندې کړ.

د غونډې په پای کې د دې وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له یادو رئیسانو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دې ریاستونو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په برخه کې به پوره رسیدګي وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS