د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د بدیل معیشت او خوراکي خوندیتوب په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Sat, Feb 24 2024 2:15 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک له مخې به (۱۰۵۵) تنو د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو، د خوراکي خوندیتوب او د هغوی د اقتصادي ځان بساېنې په برخو کې په کابل، لغمان، ننګرهار، غزني، کنړ او زابل ولایتونو کې خدمتونه وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت څلورلکه اووه اتیا زره او پنځه سوه (۴۸۷۵۰۰) امريکائي ډالره دى چې د یو کال په موده کې به په یادو ولایتونو کې تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS