د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر فدايانو کورنېو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
Thu, Feb 01 2024 10:29 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دې سفر په ترڅ کې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه. هغه همداراز د دې ولايت په مرکز، اله سای، تګاب او‌ نجراب ولسوالېو کې د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنېو او یتیمانو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې یې واوريدې او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د خاصو شهیدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: الحمدلله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د عمومي عفوې له برکته نن ورځ د تیرې ادارې د عسکرو پلرونه او د اسلامي امارت د مجاهدینو پلرونه پرته له هر ډول تبعيض او ستونزو څخه ګډ ژوند کوي.

هغه زياته کړه: د افغانستان خلکو په پنځه څلويښت کلنو ناخوالو او جګړو کې ډیرې قربانۍ ورکړي او د هغوی د قربانېو په برکت په هېواد کې نن سوله او امنيت راغلی  او هیچاته باید اجازه ورنکړل شي چې په هېواد کې بې اتفاقي ته لمن ووهي او هغه څه چې مو په لاس راوړي هغه مو له لاسه ووځي.

همداراز محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د کاپيسا ولایت  له والي محترم قاري احسان الله بریال سره هم وکتل.

په دې کتنه کې د کاپیسا ولايت والي محترم قاري احسان الله بریال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال ته ښه راغلاست ووايه او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د‌ دې وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: اسلامي امارت د شل کلن جهاد په دوران کې د خپلو شهيدانو کورنيو او معلولینو ته د تیرې ادارې په پرتله ښه خدمتونه وړاندې کړې دي.

هغه همداراز د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو ته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هراړخيزې همکارې ډاډ ورکړ.

همداراز د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند چې د یاد وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد یې ملتیا کوله، د خاصو شهیدانو (فدایانو) له اووه لس (۱۷) کورنېو سره مرسته ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS