د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر خاصو شهیدانو ( فدايانو ) له کورنېو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
Sat, Jan 20 2024 2:46 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې سفر په ترڅ کې د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنیو او یتیمانو سره له نږدې وکتل او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

شیخ صاحب د شهیدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په (۱۴۰۲) مالي کال کې یوولس میلیارده افغانۍ د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ویشلې دي او نن د خاصو شهیدانو له کورنېو سره په فوق العاده ډول مرستې ترسره شوې.

هغه همداراز زیاته کړه:  الله جل جلاله د خاصو شهیدانو (فدایانو) د قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړی، نن راغلي یو تر څو د خاصو شهیدانو له کورنېو سره له نږدې وګورو، په اسلامي امارت کې د مشر څخه نیولې تر کشره پورې ستاسو په خدمت کې دي او تل به د دوی د دفترونو دروازې ستاسو پر مخ پرانیستې وي او ستاسو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي کیږي.

همداراز د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال چې د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد اظهار یې ملتیا کوله د فدایانو له دیارلس (۱۳) کورنېو سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه، چې په دې ترتیب هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS