د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز کې یو سل او شل (۱۲۰) تنو زده کوونکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
Sat, Jan 06 2024 4:03 PM
mmd

د (HHRD) خیریه مؤسسې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د حرفوي زده کړو له (۱۲۰) تنو زده کوونکو سره مرسته چې په هغه کې شپږ قلمه خوراکي توکي شامل وو، په شفاف ډول وويشل شوې.

په ورته وخت کې د يادې مؤسسې له لوري هر زده کوونکي ته(۳۶۶۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

 د يادو مرستو د ويش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس  محترم ملا رحمت اللّٰه خالد، د ټولنيزو چارو خدمتونو د تنظیم رياست،  د څارنې او ارزونې رياست استازو او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.

د يادونې وړ ده چې د ياد مرکز رئيس محترم ملا رحمت الله  خالد د (HHRD )مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS