د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر کړی نن یې په بغلان ولايت کې د یاد وزارت اړوند رياست څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
Fri, Dec 22 2023 12:54 PM
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د یاد وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست یې ملتیا کوله، بغلان ولايت ته یې د سفر په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند رياست د کړنو، اجراآتو، فعاليتونو او کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

د یادې ارزونې په ترڅ کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلینو ته وويل: "زموږ هڅه دا ده چې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزو او ننګونو ته په بشپړه توګه رسیدګي وشي او اسلامي امارت دوی ته د پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو او آسانتیاوو رامنځته کولو کلک هوډ لري."

د یاد ریاست د ارزونې پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست بغلان ولایت ته د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي ارزونه وبلله او زياته یې کړه: د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سره تر دې تر  دمه په ټول هېواد کې شاوخوا شپږ لکه او شل زره (۶۲۰۰۰۰) تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي چې په هغه کې درې لکه او پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) تنه یتیمان، نوي زره (۹۰۰۰۰) تنه کونډې او یولک او یو اتیا زره (۱۸۱۰۰۰) معلولين شامل دي.

نوموړي همداراز زياته کړه: په ۱۴۰۲ مالي کال کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته دولس میليارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه او یاد  وزارت توانيدلی دی چې په ټولو ولايتونو کې يتيمانو، کونډو او معلولينو ته له هر ډول تبعيض پرته مياشتنې نغدي مرستې ورکړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د یاد ریاست د کاري بهیر د ارزونې سربېره له یو شمېر معلولینو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS