د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د یوه با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په کندز ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
Thu, Jun 08 2023 12:22 PM
mmd

د یاد باصلاحیته پلاوي  په ترکیب کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلی سید محمد عظیم آغا، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمر ښاغلی مولوي سردار محمد، د معلولینو د حقونو د محاسبې آمر مولوي محمد ایوب او د دغه وزارت د اړوندو ریاستونو یو شمېر استازو چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالرزاق آخند کوي د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغانانو د څلور څلویښت کلنو په ترڅ کې د اسلامي نظام د رامنځته کولو په موخه بې شميره قربانۍ ورکړي، اوس زموږ اساسی دنده ده چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو.

نوموړي همداراز وویل د دې پلاوي د سفر اصلي موخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او هغوی ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د څرنګوالي څېړنه او ارزونه ده تر  څو ډاډ تر لاسه شي چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کیږي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: کله چې موږ خپلو هغو همکارانو ته ګورو چې سیرت او صورت یې د شریعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره برابر وي، موږ ته خوښي راپه برخه کوي او ستاینه یې کوو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا هم  د یاد ریاست د ارزونې په ترڅ کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه پلاوی دې ولايت ته د يتيمانو، کونډو او معلولينو سره د مياشتنۍ نغدي مرستې د څرنګوالي په اړه د څېړنې او ارزونې په موخه راغلی دى.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرانو او مسؤلینو په ټول هیواد کې هیڅ يو یتیم، کونډه او معلول نه دي هیر کړي، د  مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجستر بهیر په شفاف او دقیق ډول روان دی.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل او د هغوی د ستونزو له اوریدو وروسته یې له هغوی سره نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادولو وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او ورسره مل پلاوي د ستونزو د حل په موخه او  د کرنې، مهاجرينو چارو، اقتصاد او له طبيعي پيښو سره دمبارزې له رياستونو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د پنځه ویشت سلنې مرستو د ورکړې په تړاو د کندز  ولایت د والي مرستیال ښاغلي مولوي حبیب الرحمن صهیب سره وکتل، په دې کتنه کې د کندز د والي مرستيال په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د بدخشان او تخار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کاري بهیر څیړلی او ټاکل شوې ده چې د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعالیتونه هم په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS