د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو څخه د ملاتړ په موخه د مسلم هینډز نړیوالې مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Sun, May 21 2023 3:39 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا او په افغانستان کې د مسلم هینډز مؤسسې عمومي رئیس ښاغلي محمد حشمت هجران قاسم زاده ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک له مخې به د هېواد په شپږو ولایتونو (کابل، کنړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا او غزني) کې په مجموعي ډول (۸۱۰) تنه یتیمان د دې پروژې تر پوښښ لاندې راشي، په لومړۍ کټګورۍ کې (۶۴۸) یتیمان په پام کې نیول کیږي چې هر یتیم به په میاشتنۍ ډول (۳۱۲۰)  افغانۍ تر لاسه کوي. همدارنګه په دویمه کټګورۍ کې به د یادو یتیمانو له جملې څخه هر یتیم ته د میاشتې (۲۵۸۴) افغانۍ ورکړل شي. د یادولو وړ ده چې د (۸۱۰) یتیمانو له جملې څخه (۱۶۲) تنه یتیمان چې په کابل کې د مسلم هینډز ښوونځي تر پوښښ لاندې دي، د یادې مؤسسې د میاشتنۍ نغدي مرستو څخه نه برخمن کیږي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا یتیمانو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دې بیوزله قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته د خدمتونو پر وړاندې کولو سره د زړه سکون او ډاډ تر لاسه کیږي. نوموړي همداراز د يادې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ او هراړخيز ملاتړ تر څنګ زياته کړه چې يادې شوې مرستې به په شفاف ډول اړمنو یتیمانو ته ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شوي تړون ټوليز ارزښت (۱۴۲۷۲۵) يو لک او دوه څلوېښت زره اووه سوه او پنځه ویشت امريکايي ډالره دی، چې د يو کال په موده کې به بشپړ شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS