د بلخ ولایت سرپرست والي د شهیدانو له یو شمېر کورنېو سره د لیدنې تر څنګ هغوی سره نغدي مرسته وکړه

nasrat_admin
Wed, May 17 2023 11:14 AM
mmd

د بلخ ولایت سرپرست والي ښاغلي الحاج ملا محمد یوسف وفا د هغو استشهادیانو له کورنېو سره وکتل چې وروڼو او زامنو یې پر اشغالګرو قواوو باندې استشهادي عملیات او موټر بم بریدونه ترسره کړي وو.

په دې لیدنه کې د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي جان محمد حکمت د یادو استشهادیانو  په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه: د استشهادیانو سرښندنې او قربانۍ د اسلامي امارت د بریا راز دی او اوسنې شرعي او اسلامي نظام دوی تر دې ځایه را رسولی دی.

همدارنګه د غونډې په پای کې د بلخ ولایت سرپرست والي ښاغلي الحاج ملا محمد یوسف وفا د استشهادیانو روح ته دعا وکړه او ویې ویل: کومې قربانۍ چې دوی ورکړې د اسلامي نظام د بریا لپاره وې اوس زموږ د ټولو مسؤلیت دی، چې د دوی د قربانیو قدر وکړو او د دې نظام د بقاء لپاره کار وکړو، دا نظام په قربانیو راغلی او په قربانیو به یې ساتو او د ټولو شهیدانو د کورنیو ارمانونه به پوره کوو، د اسلامي امارت د مشرانو او مسؤلینو دروازې هر وخت ستاسو پرمخ پرانیستې دي او ستاسو هرې ستونزې ته به پر وخت رسېدنه کیږي، نوموړي همداراز د استشهادیانو له کورنېو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS