د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, May 01 2023 8:24 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د مالي او اداري چارو عمومي رئيس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غوڼده کې د هغو معلولینو، کونډو او یتیمانو په هکله بحث وشو، چې د کابل ولایت په مرکز او نواحیو کې استوګن دي او میاشتنې نغذي مرستې یې ترلاسه کړې دي. همداراز په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د ښاغلي مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ دې ځانګړې کمیټه جوړه شي تر څو د یتیمانو، کونډو او معلولینو کور په کور بررسی ترسره شي او د واقعي مستحقینو د تثبیت تر څنګ د هغوی اقتصادي کچه هم معلومه شي.

 د یادولو وړ ده چې هغه کمیټه چې تر دې وړاندې د مستحقو کسانو د تثبیت په موخه جوړه شوې وه د بررسۍ په ترڅ کې چې (۷۰۰۰) د یتیمانو فورمې د کابل ولایت په مرکز او نواحیو کې ثبت شوې وې د هغې له جملې څخه (۲۵۰۰) فورمې څیړل شوې او (۴۵۰۰) پاتې فورمې به هم د موظفې کیمټې له خوا په هراړخیز ډول وڅیړل شي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوندو رئیسانو ته سپارښتنه شوه تر څو د خپلو ورځنیو کړنو او لاسته راوړنو کتبي راپورنه ترتیب او د کال په پای کې یې د یوه کتاب په شکل د مسؤلینو حضور ته وړاندې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS