د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Oct 31 2022 11:36 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

  د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې شول په هغې کې دهغو مجردو شهیدانو کورنېو په هکله خبرې وشوې چې د مجردو شهیدانو شمېر یې له یوه څخه زیات وي، او کورنې یې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، د غونډې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې وړاندې د مجردو شهیدانو ستونزه د ریاست الوزرا سره هم شریکه شوې وه خو د اسلامي امارت د بودیجې د کمښت له امله د میاشتنې مرستې څخه نه برخمن کیږي.

په دې غونډه کې د ولایتي رئیسانو څخه وغوښتل شول چې په هغو کورنېو کې چې د مجرد شهیدانو شمیر له یوه څخه زیات وي د خیریه بنسټونو د مرستو په ترتیب کې دې ونیول شي. همدارنګه په یاده غونډه کې له ولایتي رئیسانو څخه غوښتنه وشوه، د یتیمانو هغه کورنۍ چې له جدي اقتصادی ستونزو سره مخ وي باید د هغوې ستونزې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل شي تر څو د نوموړي وزارت لخوا هغوی سره فوق العاده مرستې ترسره شي.

په یاده غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د میاشتنې مرستې د طرزالعمل د ځینو مادو په تعدیل او بدلون باندې هم خبرې وشوې چې د کال په اخیر کې به په ځینو مادو کې بدلون راشي.

په دې غونډه کې د شهیدانو د تثبیت په پروسه کې د شهیدانو د وثیقې او وکالت خط په هکله هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د اسلامي امارت دشهیدانو   پرته د وژل شویو عسکرو  یتیمانو  څخه وثیقه او وکالت خط  مجرد خط غوښتل لازمي او حتمي نه دي ځکه چې ډیر وارې په وثیقه کې د یتیمانو تعداد کم او یا زیات لیکل شوي وي. خو ولایتي رئیسان مکلف دي ترڅو د تثبیت په پروسه کې د یتیمانو شمېر د څیړلو او مشاهدې له لارې څرګند کړي. تر ټولو يې مشاهده او کره معلومات څيړل ضروري دي

په دې غونډه کې سپارښتنه وشوه تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرکزي رئیسان د معلوماتو غوښتلو او د کارونو د ښې همغږۍ کولو په موخه په ولسوالېو کې د یاد وزارت اړوند مدیرانو سره د وټساپ ګروپونه جوړ کړي.

په یاده غونډه کې پریکړه وشوه تر څو د هغو ولایتونو کارکوونکي چې د دري ژبې لیکدود نشي کولای په پښتو، او د هغو ولایتونو کارکوونکي چې د پښتو ژبې لیکدود نشي کولاې له دې وروسته دې په دري ژبه مراسلات ترسره کړي.

همدارنګه د غونډې په پای کې ولایتي رئیسانو ته دنده وسپارل شوه تر څو په هغو کورنېو کې چې د مجرد شهیدانو شمېر له دریو څخه زیات وي د هغوی نوملړ چمتو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS