د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي په پنجشیر ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیز ډول وڅېړل

nasrat_admin
Mon, Oct 10 2022 3:29 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ با صلاحیته پلاوی چې د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو د تثبیت آمر حافظ عبدالکریم او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست غړی یې ملتیا کوي، په پنجشیر ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخیزه توګه بررسي او وڅیړلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان د نوموړي ریاست د کاري بهیر د څیړلو په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د قانون او کړنلارې سره سم د یتیمانو او معلولینو د ثبت او تثبیت په موخه لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس سره راغلي پلاوي په دغه ریاست کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو اسناد وڅیړل او د تثبیت په پروسه کې د شفافیت د شتون د ډاډ ترلاسه کولو په موخه له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په هکله پوښتنې وکړې.

همدارنګه یاد پلاوي د پنجشیر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه د یاد ولایت له والي ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي سره هم وکتل. په دې کتنه کې مولوي کلیم الله افغان د پنجشیر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو په هکله خبرې وکړې او د نوموړي ریاست پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د پنجشير ولایت والي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي ژمنه وکړه چې د نوموړي  رياست پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې به په هراړخيزه توګه حل کړي .

په پام کې ده چې یاد پلاوی به د کاپیسا او پروان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کاري بهیر هم په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS