د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ځانګړي پلاوي په کندز ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست کاري بهیر په هر اړخیزه توګه بررسۍ او و څیړه

nasrat_admin
Wed, Sep 21 2022 9:05 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بررسۍ او څیړنې ځانګړي پلاوي چې په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان، د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست غړی هم شامل دی، د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخیزه توګه وڅیړلې.

مولوي کلیم الله افغان د دغه ریاست د کارکوونکو د کاري بهیر د بررسۍ او څېړنې پرمهال وویل: اسلامي امارت د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د نورو دولتي ادارو په پرتله يې دې وزارت ته ځانګړې بودیجه منظور کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: موږ ټول مکلف یو چې د دغه مظلوم او کړېدلي قشر پر وړاندې خپل ایماني او وجداني مسوولیت ادا کړو او د شهیدانو وارثینو او معلولینو حقوق او امتیازات په خپل وخت او شفاف ډول ورته وسپارل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو  عمومي رئیس سره راغلي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په اړه پوښتنې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ راغلي پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ستونزو د حل په موخه د کندز ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل. په دې کتنه کې د کندز والي د یاد ریاست د مسئولینو د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته راغلي پلاوي ته په هر اړخیزه توګه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي تر دې وړاندې هم د باميان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو کړنې او فعاليتونه څېړلي او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل په  موخه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS