د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي په جوزجان ولایت کې د دغه وزارت له اړوند ریاست د کړنو څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Sun, Sep 18 2022 3:59 PM
mmd

په دې ارزونه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي  د یاد ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه عمومي ارزونه وکړه او د نوموړي پلاوي لخوا یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې او همداراز د بودیجې د لګولو د بهیر پرګړندیتوب هم ټینګار وشوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس کلیم الله افغان له دغه ریاست څخه د ارزونې  پر مهال وویل: ډیر د خوښي او نیکمرغۍ ځای دې چې نن ورځ د هېواد د داخلي عوایدو څخه د اسلامي امارت بودیجه تمویلیږي او د بودیجې تمویل کوم هیواد یا نړیوال سازمان پورې تړلي نه دی، نوموړي ټینګار وکړ، چې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو ته د حقوقو د ورکړۍ په پروسه هیڅ ځڼد او خند ورته د منلو نه دی او باید هڅه وشي تر څو ځانګړې شوی بودیجه پر وخت او شفاف ډول مصرف شي

نوموړي زیاته کړه، چې  یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې تر ټولو اړمن قشر دی، نو باید د دوی د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې په پروسه کې هیڅ ډول ځنډ رامنځته نشي.

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي شبیر احمد مقصود د نوموړي پلاوي  له څارنې او ارزونې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د طرحې او کړنلارې  په تصویب سره ستونزې او ننګونې له منځه تللي او په دې ریاست کې د یتیمانو او معلولینو د حقوقو د ورکړۍ بهیر چټک شوی دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي د یتیمانو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د جعل او تذویرد مخنیوي په موخه له یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره وکتل.

د یادونې وړ ده چې د ارزونې د پلاوي  په ترکیب کې د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او د څارنې او ارزونې ریاست غړی شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان کوي او په پام کې ده چې یاد پلاوی به د سرپل، بادغیس، فاریاب او کندز ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له کړنو او فعالیتونو څخه هم ارزونه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS