د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې او پلټنې لړۍ پیل شوه

nasrat_admin
Wed, Aug 03 2022 3:38 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو د ارزونې  لپاره هیئت ګمارل شوې چې د یاد وزارت د ریاستونو د کړنو ارزونه وکړي. د یاد هیآت په ترکیب کې چې د  بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلی مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، مشري به یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي .

 د ارزونې په دې لړۍ که به د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي، کاري پلانونو د تطبیق څرنګوالی، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا او همداراز یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالې به څیړي.

د یادونې وړ ده چې د ریاستونو د فعالیتونو د ارزونې او پلټنې دغه لړۍ درې ورځې وړاندې  پیل شوې ده چې تر اوسه ریاست دفتر، د اداري خدمتونو ریاست او همدارنګه د داخلي تفتیش او پلټنې ریاستونو د کړنو او فعالیتونه ارزونه شوې ده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS