د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رییس معرفي شو

farahmand_admin
Tue, Feb 01 2022 9:54 AM
mmd

د رییس الوزرا د حکم پر اساس، مولوی عبدالاحد، د مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوی کلیم الله افغان له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رییس په توګه معرفي شو.

ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، مولوی عبدالاحد تکړه عالم، اغیزمن شخصیت او په دعوت او ارشاد پوه شخص وباله او هیله يې څرګنده کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې به د دعوت او ارشاد دنده په ښه توګه پر مخ یوسي.

د غونډې په پای کې مولوي عبدالاحد د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته ځان وروپېژانده او د دعوت او ارشاد په برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو او د اسلامی اصولو په رڼا کې د وعظ او نصیحت لړۍ د پیل کولو او د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه وویل چي امر باالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان ایمانې او وجدانې دنده ده او باید په دې برخه کې ډیرې هڅې وشي.

د یادونې وړ ده چي د دعوت او ارشاد ریاست د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په چوکاټ کې نوی را منځته شوی او د اسلامې ارزښتونو او اسلامي اصولو او د وعظ او نصیحت دندې به پر مخ يوسي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS