د جنګ د ملکي قربانیانو له کورنیو سره مرسته وشوه

farahmand_admin
Thu, Dec 23 2021 9:09 AM
mmd

دجنګ د ملکي قربانیانو له یولسو اړمنو کورنیو سره نن چهارشمبه د ۱۴۰۰ کال د جدي د میاشتې په لومړۍ نیټه د کمک موسسې له خوا او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همکارۍ مرسته ترسره شوه.

د کمک د موسسې د همغږۍ مسوول په دې اړه وویل چې مرسته شوې توکيو کې ۱۳ قلمه لومړني توکي شامل دي چې د جګړې له امله د ملکي قربانیانو کورنیو ته وویشل شول. هغه همداراز زیاته کړه چې د کمک موسسه هڅه کوي تر څو د جګړه ځپلو له نورو کورنیو سره هم د پام وړ مرستې تر سره کړي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس د کمک موسسې څخه په مننې وویل: یادې موسسې چې په دې سختو شرایطو کې د اړمنو کورنېو لاس نیوی وکړ د دوی دا مرستې د ستایلو وړ دي.

هغه همداراز زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت به د اړمنو کورنیو شفاف نوملړ چمتو او د یادې موسسې په واک کې به یې ورکړي تر څو د نورو اړمنو کورنیو سره هم د ولایتونو په کچه مرستې تر سره شي.

په دې اړه د جګړې ځپلو له کورنۍ څخه یو تن وویل: چې دوی وروسته له یوې شفافې پروسې څخه په دې نوملړ کې شامل شوي دي او د یادو کمکونو په مرسته به ددوي اړتیاوې پوره او د لوږې له خطر څخه به وژغورل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS