بدلون د ښاریانو ګډون، قانون ته درناوی او احترام سره ممکن دی

sadiq_admin
Sat, May 29 2021 8:33 AM
iu

بدلون د ښاریانو ګډون، قانون ته درناوی او احترام سره ممکن دی

دا څرګندونې د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست پوهنمل حمیدالله فاروقي د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۶ مه د معلولینو ټولنې له استازو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې حاجي حسن صافي او حاجي رحیم شاه د معلولینو ټولنې په استازيتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزی د ښارګوټي او استوګنځیو، غرفو، کارموندنې، د تخنیکي اسنادو ستونزې، د معاشونو ورکړه د معلولیت لرونکو خلکو بیاوړتیا د وزارت له چارواکو سره شریکه کړه او غوښتنه یې وکړه چې باید ورته پاملرنه وشي او د حل لاره یې پیدا شي.

ورپسې، د شهیدانو او معلولینو وزارت د ملاتړ او خدمتونو معینې آغلې جمیله نورستاني د سند د تایید په کمیټه کې د سند بیاکتنې د فعالیتونو او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو کسانو د ستونزو د حل لپاره د وزارت د پرله پسې هڅو یادونه وکړه.

ښاغلي فاروقي د ژینوا کنفرانس د ژمنو پلي کیدو ته په اشارې سره وویل چې وزارت په دوامداره توګه د فساد سره د مبارزې او اصلاح په برخه کې کار کوي، او پدې وروستیو کې ښه پرمختګ شوی.

هغه زیاته کړه چې هغه به په اداره کې د هر ډول فساد، ځنډ یا بې قانونۍ ته انعطاف ونکړي او عاملین به یې محاکمه کړي. هغه ښاریان او د معلولینو ټولنه وهڅوله چې د فساد او اصلاحاتو په وړاندې مبارزه کې د دغه وزارت سره همغږي او همکاري وکړي او په ګډه د بدبختیو مخه ونیسي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکي خلکو ستونزې د پوهیدو وړ دي او د وخت په تیریدو سره به ستونزو حل شي او ددې لپاره هڅې روانې دي ، هغه زیاته کړه ددې ستونزو حل کول به په پام کې نیسي او وخت ته اړتیا لري.

هغه وویل چې د معاشونو تادیه کې ځنډ لامل د سند بیاکتنې او تایید کمیټې بیاکتنې پروسه وه ، او همدارنګه د تمویل نشتون وو، ښاغلي فاروقي همداراز زیاته کړه، هغه کسان چې د (م۱، م۱۱، ش۱۲ ) او نور اړین سندونه چې په کوم دلیل ورک شوي ، نیمګړي یا د لاسرسي وړ ندي. د سند بیاکتنې کمیټې پای ته رسیدو وروسته ، ټول اسناد به په منظم ډول تنظیم او د لارښود لپاره به جمهوري ریاست ته واستول شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS